د عدلیې محترم وزیر، افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو شورا له رئیس سره وکتل

د اسلامي امارت د عدلیې محترم وزیر، شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو شورا (NRC) له رئیس، نیل تورنر او د هغه مل پلاوي سره وکتل او د حقوقي مرستو په برخه کې یې د همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
دا کتنه د ربیعالاول د میاشتې په ۲۲ نېټه، نن د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه او د عدلیې محترم وزیر د حقوقي مرستو په برخه کې د ناروې د کډوالو شورا او د یاد وزارت ترمنځ لاسلیک شوي هوکړه لیک ته په اشارې سره، پکښې ټینګار وکړ چې همکاره موسسات باید خپل فعالیتونه د هوکړهلیک او د اسلامي امارت د اصولو مطابق پرمخ یوسي.
نوموړي زیاته کړه چې د عدلیې وزارت هم د دغه هوکړه لیک پلي کولو ته ژمن دی او هڅه کوي ترڅو له دې لارې د هېوادوالو حقوقي مرستو وړاندې کولو ظرفیت لوړ کړي.
له بلې خوا، افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو شورا د دفتر رئیس هم وویل دغه دفتر د عدلیې وزارت او د هغه ولایتي ریاستونو په همغږۍ په مرکز او ولایتونو کې د حقوقي مرستو په برخه کې خپلو فعالیتونه ته دوام ورکوي.