د عدلیې وزارت مسلکي معين د فاریاب ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه
د عدلیې وزارت د مسلکي معين، شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ د یاد وزارت د پلاوي د سفرونو په لړ کې، یاد پلاوي د ربیع الاول د میاشتې په شپاړسمه نېټه، فاریاب ولایت ته سفر وکړ.
د عدلیې وزارت پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د فاریاب ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی یې له نږدې بررسي کړ.
د عدلیې وزارت مسلکي معین او له هغه سره مل پلاوي د فاریاب ولایت، عدلیې ریاست له کارکوونکو او مسؤولیونو سره په کتنه کې، هغوی ته د چارو ښه پرمخ وړلو او خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې توصیه وکړه او په دې هکله یې لازمې لارښوونې وکړې.
پلاوي د فاریاب ولایت د عدلیې ریاست د کارکوونکو د فعالیت د څرنګوالي په بررسۍ سره، د کاري نیمګړتیاو لرې کولو په برخه کې هم هغوی ته لازمې توصیې وکړې.
په ورته مهال، د عدلیې وزارت مسلکي معين د فاریاب ولایت له یو شمېر مدافع وکيلانو سره هم یوه ناسته جوړه کړه، د هغوی ستونزې یې وارېدې او د حل په برخه کې یې ډاډ ورکړ.