د عدلیې وزارت مسلکي معين د جوزجان ولایت والي سره وکتل

barekzai_admin
Thu, Sep 19 2024 11:58 AM
.

د عدلیې وزارت د مسلکي معين، شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ ولایتونو ته د یاد وزارت د پلاوي د سفرونو په لړ کې، یاد پلاوي د ربیع‌الاول د میاشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له سیمه ییزو مسؤولینو سره یې وکتل.

یاد پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د جوزجان له والي، قاري ګلحیدر سره وکتل او د جوزجان ولایت د عدلیې ریاست سره یې د ولایت د مقام او نورو سیمه ییزو ادارو پر همکارۍ ټینګار وکړ.

د عدلیې وزارت پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د جوزجان ولایت له عدلیې ریاست څخه هم لیدنه وکړه او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی یې له نږدې بررسي کړ.

دغه راز د عدلیې وزارت مسلکي معین او له هغه سره مل پلاوي د جوزجان ولایت، عدلیې ریاست له کارمندانو او مسؤولینو سره په کتنه کې، هغوی ته د چارو ښه پرمخ وړلو او خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې توصیه وکړه او په دې هکله یې لازمې لارښوونې وکړې.

پلاوي د جوزجان ولایت د عدلیې ریاست د کارمندانو د فعالیت د څرنګوالي په بررسۍ سره، د کاري نیمګړتیاو لرې کولو په برخه کې هم هغوی ته لازمې توصیې وکړې.

په ورته مهال، د عدليې وزارت مسلکي معین د جوزجان ولایت یو شمېر مدافع وکیلانو سره  هم ناسته جوړه کړه، د هغوی ستونزې یې واورېدې او د حل په برخه کې یې ډاډ ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS