د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په بېلابېلو ولایتونو کې د څه باندې ۱۶ زره جریبه ځمکو په اړه لازم تصمیم ونیو

barekzai_admin
Tue, Sep 17 2024 3:07 PM
.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ناسته د ربیع‌الاول د میاشتې په ۱۴ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د عدلیې وزیر او د یاد کمېسیون رئیس، شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د کور او ښار جوړلو وزیر مولوي حمدالله نعماني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت معین مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د سترې محکمې استازي شیخ عبدالصمد حقاني، د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د یاد کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق او نور مسؤولینو ګډون درلود.

په دې ناسته کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په کابل، کندهار، میدان وردګ، ننګرهار، پکتیکا، پروان، غزني، زابل او غور ولایتونو کې د څه باندې ۱۶ زره جریبه ځمکو موضوعات او دوسیې بررسي کړې.

په یاده ناسته کې د منشي میرغلام، ده کیپک، طلايي، د کندهاریو او دولتزیو ښارګوټو، د شیرپور پروژې او د کابل ښار د ځینو نورو ساحو موضوعاتو په اړه بحث وشو. د کمېسیون غړو پرېکړه وکړه چې ځینې موضوعات یې اختصاصي محکمې ته وسپارل شي او د ځینو نورو په اړه یې لازم اجراآت ترسره شي.

دغه راز یاد کمېسیون په غزني، ننګرهار او میدان وردګ ولایتونو کې د یو شمېر ښارګوټو په اړه هم بحث وکړ او پرېکړه یې وکړه چې د هغو دوسیې د امارتي غصب شویو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمو ته وسپارل شي.

په دې ناسته کې په نورو ولایتونو کې د امارتي ځمکو د غصب یو شمېر دوسیې هم بررسي شوې او د هغو په اړه لازم تصامیم ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS