په جوزجان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې د ۱۰ دفترونو نظارت کېدل

د جوزجان ولایت د معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه نظارتي پلاوي، د ربیعالاول د مياشتې په ۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
د یاد پلاوي د دغه نظارت او بررسۍ په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونو د دفترونو متصدیانو ته د شته نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په اړه لازمې توصیې وشوې.
د معاملاتولارښوونې له دفترونو څخه د نظارت پلاوی چې د جوزجان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ رامنځته شوې، په دوامداره توګه په یاد ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دفترونه تر نظارت او بررسۍ لاندې نیسي تر څو د غيرقانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.