د عدلیې وزارت د ۶ تشو بستونو رقابتي ازموینه اخیستل

barekzai_admin
Thu, Sep 12 2024 12:39 PM
.

د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د ربیع الاول د مياشتې په ۹ مه نېټه د پنجشنبی په ورځ د یاد وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د ۶ مسلکي (NTA ) تشو بستونو رقابتي ازموینه د آزادې سیالې له لارې واخیسته.

په دې ازموینه کې چې د عدلیې وزارت په مقر کې واخیستل شوه، د عدلیې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست مرستيال شيخ رکن الدين عتیق، د بشري سرچینو رئیس مولوي رحمت لله حلیم او د یاد وزارت نورو مسؤولینو حضور درلود او د ازموینې له بهیر څخه یې څارنه وکړه.

د ازموینې په پیل کې د عدلیې وزارت د بشري سرچینو رئیس د یادو بستونو د اهميت، د ازموینې د ډول او د پوښتنو څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او ګډونوالو ته یې د ازموینې پروسې له روڼتیا څخه ډاډ ورکړ.

په دغې ازموینه کې د ګډون لپاره ۴۴ تنه په شرایطو برابر پېژندل شوي وو او له دغې جملې څخه د هغوی ۴۰ تنو په ازموینه کې ګډون وکړ او د یادو بستونو ترلاسه کولو لپاره یې په خپلو کې سیالي وکړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS