د سمنګان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

د سمنګان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ربیع الاول د مياشتې په ۶ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د سمنګان ولایت د عدليې رئیس، مولوي محمد نظر فايق په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارمندانو په ګډون سره جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د سمنګان ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارمندانو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندۍ، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، په نبوي سنتو خپل صورت او سیرت برابرولو، د کارمندانو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دغې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارمندانو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.
د عدلیې رئیس د یاد ریاست له کارمندانو سره ژمنه وکړه چې د هغوی د ستونزو د لرې کولو په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.