په پکتیا ولایت د موټر پلورنځيو د یوه دفتر تړل کېدل
د پکتیا ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د صفر المظفر د مياشتې په ۲۹ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د مرکز ګردیز ښار اړوند له ۱۳ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یو موټر پلورنځی د غير قانوني فعالیت له امله وتړل شو او د پاتې نورو موټر پلورنځيو متصديانو ته د سټو او د ثبت د نويو کتابونو او د جعلي سټو له ګټې اخیستنې څخه د ډډې کولو په اړه لازم معلومات وړاندې شول او همدرانګه د شته نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په اړه لازمې توصیې وشوې.
د پکتیا ولایت عدلیې رياست په یاد ولایت کې له موټر پلورنځيو په دوامداره توګه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونیسي.