په غور ولایت کې د نږدې ۱۲۰۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت

barekzai_admin
Wed, Aug 21 2024 3:08 PM
.

د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د صفر المظفر د مياشتې په ۱۵ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون سره جوړه شوه.
د تخنيکي هئيت په دې ناسته کې د یاد ولایت د مرکز اړوند په خواجه لشکر ګاه ساحه کې د ۱۱۹۱ جریبه ځمکې موضوع تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او په پایله کې دا ځمکه امارتي تثبیت او تشخیص شوه. هیئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
  همدارنګه د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت په بېلابېلو ساحو کې د غصب شويو ځمکو  اړوند دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او پرېکړه وشوه چې دوسیې یې بشپړې او په راتلونکې ناسته کې دې وړاندې شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS