د ننګرهار ولایت د عدلیې او کرنې رياستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست او د کرنې رياست ترمنځ د همغږۍ ناسته د محرم الحرام د میاشتې په ۲۹ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دواړه ادارو د رئیسان په ګډون سره جوړه شوه.
په دې ناسته کې د دواړه رياستونو ترمنځ د غصب شویو ځمکو مضوعاتو او د امارت د قضایاوو ادارې اړوندو مواردو په اړه بحث وشو او ټينګار وشو چې په یادو مواردو کې له چټکتیا او کره والي کار واخیستل شي.
همداراز په ياده ناسته کې د دواړه ادارو رئیسانو د یو بل سره د لا زياتې همکارۍ ډاډ وښوده او زیاته یې کړه چې پر وخت به یادو مواردو کې رسيدګي کوي.