په څوارلسو ولایتونو کې څه باندې ۱۸۰۰ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز او ولایتي آمریتونو یې په ديارلسو نورو ولایتونو کې ۱۸۷۷ تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړې کړې.
دا برنامې د محرم الحرام د مياشتې په ۲۴، ۲۵ او ۲۶ مه نېټه د سهشنبې، چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د مرکز په ګډون په غور، بلخ، بادغیس، پکتیکا، سمنګان، خوست، جوزجان، هرات، کندهار، بغلان، کندز، پروان او غزني ولايتونو کې وړاندې شوې او په ترڅ کې یې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو روزنه، د هېوادوالو د حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شو.
د عدلیې وزارت د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک په خپلو حقوقو پوه شي او د خپل ورځني ژوند د حقوقي ستونزو په لرې کولو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.