د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل اتمې ناحیې مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
Wed, Jul 24 2024 3:12 PM
.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مفتي احمد ضیا خبیب او د کابل ښار اتمې ناحيې د مسؤولينو او ګذر وکيلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته د محرم الحرام د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یادې ناحیې په مقر کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې چې د لا زياتې همغږۍ رامنځته کولو په موخه جوړه شوې وه، د وړیا حقوقي مرستو وړاندې کولو او حقوقي مشورو وړاندې کولو د څرنګوالي، په جزائي او کورنیو قضیو کې حقوقي مرستو ته لاسرسی او ناحیې اوسېدونکو ته حقوقي پوهاوي د برنامو پلي کولو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.

په دې ناسته کې د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئیس وویل چې یاد ریاست د مرکز او ولایاتو په کچه په جزايي قضیو کې ټولو بېوزلو شکمنو او تورنو او په کورنیو قضیو کې بېوزلو ښځو او ماشومانو لپاره وړیا حقوقي مرستې او مشورې وړاندې کوي.

په یاده ناسته کې د اتمې ناحیې مسؤولينو د عدلیې وزارت د حقوقي  مرستو رياست له فعاليتونو څخه خوښي څرګنده کړه او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS