په غزني ولایت کې د څه باندې ۷۴ زره جریبه امارتي ځمکې تثبیت

barekzai_admin
Wed, Jul 24 2024 11:16 AM
.

د غزني ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د محرم الحرام د مياشتې په ۱۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د غصب شويو ساحو د بررسۍ او تثبیت په موخه د ياد ولایت اندړ او ده یک ولسوالیو ترمنځ د سلطان باغ او مشک آباد ساحو ته سفر وکړ.

د تخنيکي هيئت د دغه سفر په ترڅ کې په یادو ساحو کې ۷۴ زره او ۶۱۲ جریبه غصب شوې امارتي ځمکه تثبیت او تشخيص کړه او ځایي اوسيدونکو ته په هغو کې د هر ډول نوي تصرفاتو د مخنيوي لازمه توصیه وشوه.

همدارنګه تخنيکي هيئت له تشخيص او تثبيت څخه وروسته پرېکړه وکړه چې د یادو ځمکو معلومات بشپړ شي او دوسیې یې د لازمې پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS