په جوزجان ولایت کې د معاملاتو لارښوونو دفترونو د نظارت او کنترول هيئت رامنځته شو

barekzai_admin
Wed, Jul 24 2024 9:50 AM
.

د جوزجان ولایت، عدلیې رياست د معاملاتو لارښوونو او د موټر سایکل، ریکشا، زرنج او ورته نورو  وسایطو د معاملات وساطت کوونکو په فعالیتونو کې د ښې روڼتيا تامین او همدارنګه د غير قانوني فعاليت مخنيوي په موخه په یاد ولایت کې د نظارت او کنترول هيئت رامنځته کړ.

د یاد هيئت په ترکیب کې د ولایت د مقام، د استخباراتو رياست، امنیه قوماندانۍ او د یاد ولایت د عدلیې رياست غړیتوب لري او یادې کمېټې د لومړي ځل لپاره د محرم الحرام د مياشتې په ۱۱ او ۱۲ مه نېټه د چهار شنبې او پنجشنبې په ورځو کې د موټرسایکل او ریکشا  له یو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت په ترڅ کې د وسایطو معاملاتو یو شمېر وساطت کوونکو ته د جواز نوي کېدو توصیه وړاندې شوه او همدارنګه د موټرسایکل او ريکشا پلورنځيو دوه لوی سرایونه د غير قانوني فعالیت له امله وتړل شول.

د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کی په دوامداره توګه د معاملاتو لارښوونو له دفترونو او د وسایطو د معاملاتو وساطت کوونکو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS