پنجشیر ولایت کې څه دپاسه ۱۲ جریبه غصبي ځمکه تثبیت شوه
د پنجشیر ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت رئیس او غړو د محرم الحرام د مياشتې په ۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د غصب شویو ساحو د تثبیت او تشخیص په موخه د یاد ولایت په مرکز کې یوه ساحه بررسي کړه.
د یادې بررسي په پایله کې ۱۲،۸ جریبه ځمکه غصبي تثبیت شوه او د هيئت له لوري یې سکېچ واخیستل شو.