په کندز ولایت کې د۶۲ جریبه امارتي ځمکې استرداد

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون سره جوړه شوه او په ترڅ کې یې یاد هیئت ۶۲ جریبه امارتي ځمکه استرداد کړه.
دغه استرداد شوې ځمکه د مرکز په پل خشتي ساحه کې موقعیت لري چې څه موده وړاندی د هیئت لخوا امارتي تثبیت شوې وه.
همدارنګه په دغه ناسته کې د یاد ولایت په قزل سای ساحه کې ۱۲ جریبه ځمکه، امارتي تثبیت او تشخیص شوه او پرېکړه وشوه چې دوسیه یې له بشپړېدو وروسته د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همداراز په ياده ناسته کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې.