په ننګرهار ولایت کې د صرافانو د اتحادیې دفتر وتړل شو

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د انسجام آمريت مسؤولینو، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۹ مه نېټه د سهشنبې په ورځ، د یاد ولایت اړوند د صرافانو د اتحاديې دفتر د غير قانوني فعاليت له امله وتړه.
د ننګرهار ولايت د عدليې رياست د انسجام آمريت مسؤولينو، د يادې اتحاديې مسؤولينو ته د قانوني جواز اخيستنې او قانوني فعاليت په موخه لازمې توصيې وکړې.
د یادونې وړ ده چې دعدلیې وزارت په هېواد کې له اتحادیو او خیریه بنسټونو څخه غوښتنه کوي، چې د اساسنامو او اصولو مطابق فعالیت ترسره کړي او له غير قانوني فعالیت څخه ډډه وکړي.