د عدلیې وزارت کارمندانو لپاره د دوه ورځنۍ زده کړه ییزې برنامې جوړېدل

د عدلیې وزارت د بشري سرچينو رياست د د زدکړو او ظرفيتونو د لوړولو آمريت، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۹ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد وزارت بېلابېلو مرکزي رياستونو کارکوونکو ته د ياد وزارت په مقر کې دوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.
په ياده زده کړه ییزه برنامه کې چې د راپور ليکنې تر سرليک لاندې جوړه شوه، د عدلیې وزارت د بېلابېلو مرکزي ریاستونو ۳۱ تنو کارمندانو ګډون درلود او د مهمو اداري موضوعاتو په اړه یې هر اړخیز معلومات ترلاسه کړل.
د عدلیې وزارت د بشري سرچينو ریاست د د زدکړو او ظرفيتونو د لوړولو آمريت د کارمندانو د ظرفیت لوړونې په موخه ورته برنامې جوړوي او په دې برخه کې ډېرې هڅې کوي.