د کابل ښار په نهمې ناحيې کې له ۱۵ دارالوکالو څخه نظارت او بررسي ترسره شوه

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په نهمه ناحیه کې له ۱۵ دارالوکالو څخه بررسي او نظارت ترسره کړ او د هغو متصدیانو ته یې لازمې توصیې وکړې.
دغه پلاوي، د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۲ مه نېټه د سه شنبې په ورځ، د کابل ښار په نهمه ناحیه کې ۱۵ دارالوکالې بررسۍ او نظارت لاندې ونیولې، چې له دغې جملې څخه یوه یې د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلارې د مادو نه رعایت کولو په دلیل، وتړل شوه.
د عدلیې وزارت د مرکز کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولايتونو کې له دارلوکالو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخه ونيسي.