خوست ولایت ته د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه پلاوي سفر

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مشرتابه پلاوي د عدلیې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون د رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۱ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د ځمکو د غصب اړوندو دوسیو د بررسۍ په منظور خوست ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو سره یې وکتل او خبرې ورسره وکړې.
په دغه سفر کې دکور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د کرنې او اوبو لګولو وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري، د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت معين مولوي محمد اسماعيل غزنوي، د سترې محکمې استازي شیخ عبدالصمد حقاني او د امارت د قضایاو عمومي رئیس او د دغه کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق او د یاد کمېسیون نورو غړو د عدليې له وزیر سره ملتیا وکړه.
د یاد کمېسیون مشرتابه د خوست ولایت د والي د یاد ولایت له نورو سیمه ییزو مقاماتو سره ناسته جوړه کړه او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو امارتي ځمکو د استرداد په تړاو په کې خبرې وشوې.
په دغې ناسته کې د عدلیې وزارت سرپرست او د ياد کميسيون رئيس شيخ الحدیث مولوي عدالحکيم شرعي، د ځمکو د غصب او د اړوندو تقنيني سندونونه اړه خلکو ته په پوهاوي ورکولو باندې ټينګار وکړ او د خوست ولایت د علماو له شورا څخه یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې ډېره پاملرنه وکړي، تر څو د عامه ملکيتونو له غصب څخه مخنیوی وشي.نوموړي زياته کړه چې، غصب کبيره ګناه ده او مخنيوی یې د هر وګړي یوه فريضه ده.
په دې ناسته کې د کرنې او اوبو لګولو وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري، شته ستونزو ته په اشارې سره وويل چې اسلامي امارت د ټولو موجودو ستونزو لرې کولو په برخه کې هلې ځلې کوي. هغه زياته کړه چې د اشغال پر وخت هېڅ څه په امنيت کې نه وو، خو اوس امنيت ټینګ شوی او د مجاهدینو ټولو مسؤولینو ته اړينه ده چې اقتصادي ستونزو ته هم رسيدګي وکړي.
هغه همدارنګه د غصب په اړه وويل چې په هېواد کې په پراخه کچه امارتي ځمکې غصب شوي دي او زموږ جهاد د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي او استرداد په برخه کې باید لا زيات پیاوړی شي.
په یاده ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمد الله نعماني وویل چې، له ډېر وخت راهیسې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کار پیل شوی دی، په تېرو وختونو کې به ځمکې د امنيت تامینولو په موخه د قومونه په نامه یادېدلې، نه د ملکيت د ویش په عنوان، خو اوس هغوی پر ځمکو باندې د ملکيت دعوا کوي او کمېسيون دنده لري تر څو هغوی ته پوهای ورکړي او د ځمکو راګرځولو دا پروسه پلي کړي.
په یاده ناسته کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت معين، مولوي محمد اسماعيل غزنوي ګډونوالو ته د خپلو خبرو په ترڅ وويل چې د غصب شویو ځمکو راګرځول د اسلامي امارت له لومړيتوبونه څخه دی او په دې برخه کې ډېرې هڅې روانې دي.
هغه زياته کړه چې د غصب شویو ځمکو استرداد خوب او خيال نه دی، بلکه دا یو حقیقت دی چې په جدي توګه ورته کار ترسره کېږي.
په یاده ناسته کې د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل په تېر ۲۰ کلن اشغال کې زموږ ډېر هېوادوال زيانمن شوي دي او دغو زيانونو، مظلوميتونو او محروميتونو ته رسيدګي د اسلامي امارت د لومړيتوبونو له جملې څخه ده.
په ياده ناسته کې د سترې محکمې استازي شیخ عبدالصمد حقاني وویل، د ځمکو له غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون دنده لري چې غصب شوې ځمکې راوګرځوي او د لا زيات غصب مخنیوی وکړي.
هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه چې د څو کلونو په ترڅ کې په هېواد کې ډېرې ځمکې غصب شوي دي چې راګرځول یې اسانه کار نه دی. هغه له تخنيکي هئيتونو څخه وغوښتل تر څو په لا زياتي همغږۍ سره ځمکو د تثبیت او تشخیص په برخه کې کار وکړي.
د پکتيا زون د اختصاصي محکمې رئيس هم په یاده ناسته کې د امارتي ادارو ترمنځ پر همغږي ټينګار وکړ او زياته یې کړه چې د همغږۍ او مشورو په ورکولو سره د ځمکو د غصب اړوند دوسیو ته په ښه ډول رسيدګي کېږي.
همداراز د خوست ولایت والي ملا بسم الله عبدالله، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون او د دغه ولایت له تخنیکي هیئت سره د ولایت د مقام او سیمه ییزو ادارو د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون مشرتابه پلاوي د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې او په دې برخه کې د خوست ولایت د خلکو عریضې هم بررسي کړې او په هکله یې د یاد ولایت تخنیکي هیئت ته لازمې لارښوونې وکړې.