په اووه ولایتونو کې ۲۹۲ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په مرکز او ولایتي آمریتونو یې د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۰ مه نېټه د یکشنبې په ورځ ۲۹۲ تنو ته د هېواد په اووه ولایتونو کې، حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.
په دغو برنامو کې چې د مرکز په ګډون لغمان، لوګر، هلمند، بادغیس، کاپیسا او بغلان ولایتونو کې جوړې شوې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو د تربیې، د هېوادوالو حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی وړاندې شو.
د عدلیې وزارت د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چی خلک د خپلو حقوقو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.