د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړیدل
د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنيکي هيئت ناسته د شوال د میاشتې په ۲۹ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د هئيت د رئیس او د غړو په ګډون سره جوړه شوه.
د هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت د فيض آباد ولسوالۍ په جوی وزیر ساحه کې، د ۶۰۰ جریبه ځمکې په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه چې، د سکرتریت مسلکي غړي دې د یادې ځمکې دوسیه بشپړه کړي.
همداراز د هيئت په یاده ناسته کې د یو شمېر نورو غصب شویو ځمکو دوسیې هم تر بحث او بررسي لاندې ونيول شوې.
