د عدلیې وزارت او خیریه بنسټونو ترمنځ مشورتي او د همغږۍ درېیمه ناسته جوړه شوه

hakeem_admin
Sun, May 12 2024 4:04 PM
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت له خیریه بنسټونو سره مشورتي او د همغږۍ درېیمه ناسته د یادو بنسټونو کاري ستونزو شریکولو او هغو ته د حل لارو لټولو په موخه، د یاد وزارت په مقر کې جوړه کړه.

یاده ناسته نن یکشنبه، د ذوالقعدې د میاشتې په ۳ نېټه د عدلیې وزارت مسلکي معین، د انسجام لوی رئیس او د یاد وزارت نورو مسؤولینو او د هېواد په کچه د خیریه بنسټونو د مسؤولینو په ګډون سره د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په یاده ناسته کې د عدلیې وزارت مسلکي معین وویل چې خیریه بنسټونه د هېواد بې وزله طبقې استازیتوب کوي او د هغوی کار ډیر مهم دی. نوموړي ټینګار وکړ چې ستونزو ته رسیدګۍ او خیریه بنسټونو لپاره د مرستې رسونې په برخه کې د زمینې برابرول د عدلیې وزارت دنده ده او دا وزارت هڅه کوي ترڅو تر خپل وسې پورې شته ستونزې لرې کړي.

نوموړي زیاته کړه چې عدلیې وزارت د خیریه بنسټونو د کار په وړاندې پرتې ستونزې او ننګونې له اړوندو امارتي ادارو سره په ګڼو غونډو کې شریکې کړي ترڅو د حل په برخه کې لازم اقدامات ترسره شي. دغه راز نوموړي وویل چې د عدلیې وزارت د خیریه بنسټونو د کارونو منظمولو لپاره هلې ځلې کوي او ځینې برنامې په لاس کې لري.

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خپلې وینا په یوې برخه کې وویل چې د سوالګرو او روږدو کسانو موضوع د هېواد له عمده ستونزو څخه ده چې د خلکو ځان، روغتیا او عزت ګواښي او اسلامي امارت په دې برخه کې جدي پاملرنه لري. نوموړي زیاته کړه چې د سوالګرو راټولولو قانون د امیرالمومنین حفظه الله تعالی له خوا توشیح شوی او د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په مشرۍ څو ادارې، دغې موضوع ته د رسیدګۍ مسؤولیت په غاړه لري.

نوموړي وویل چې د عدلیې وزارت موظف دی په دې اړه په یاد وزارت کې د ثبت شویو خیریه بنسټونو له لارې همکاري وکړي. نوموړي د خیریه بنسټونو له مسؤولینو او استازو څخه وغوښتل چې په دې موضوع کې د همکارۍ څرنګوالي په موخه خپل ژر تر ژره خپل معلومات، له عدلیې وزارت سره شریک کړي.

په یاده ناسته کې د عدلیې وزارت د انسجام لوی رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري هم خبرې وکړې او د خیریه بنسټونو په کارونو کې يې پر روڼتیا ټینګار وکړ. نوموړي له دغو خیریه بنسټونو څخه وغوښتل چې خپل راپورونه په منظم ډول له یاد وزارت سره شریک کړي.

له بلې خوا د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د فعالو خیریه بنسټونو مسؤولینو او استازو هم په یاده ناسته کې خپلې کاري ستونزې او ننګونې بیان کړې او له ادارو سره یې د همغږۍ د پیاوړتیا او اړوندو ادارو له خوا د شته ستونزو لرې کیدو غوښتونکي شول. د عدلیې وزارت مسؤولینو ډاډ ورکړ چې د دغو ستونزو لرې کولو په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو ډډه و نه کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS