د تېرې یوې میاشت په اوږدو کې په میدان وردک ولایت کې د څه باندې ۲۱ زره جریبه امارتي ځمکې استرداد

hakeem_admin
Sun, May 12 2024 3:46 PM

د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د شوال د میاشتې په اوږدو کې په میدان وردک، کندز او پنجشیر ولایتونو کې څه باندې ۲۱ زره او ۷۷۸ جریبه امارتي ځمکه له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته، استرداد کړې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړه.

د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې تر ټولو زیاته استرداد شوې ځمکه په میدان وردک ولایت کې موقعیت لري چې ۲۱ زره او ۶۳۸ جریبه ځمکه په کې شامله ده.

دغه راز د ځمکو د غصب د مخنیوی تخنیکي هیئتونو د یادې میاشتې په اوږدو کې کابو ۳۸ زره او ۷۲۰ جریبه امارتي ځمکه د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې تثبیت کړې او ۲۴۷ زره او ۷۰۸ جریبه نوره ځمکه هم په ولایتونو کې تر بررسۍ لاندې نیولې ده.

د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د غصب شویو زرګونو جریبو امارتي ځمکو دوسیې، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې د یاد کمېسیون د تخنیکي هیئتونو تر بررسۍ لاندې دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS