په څلورو ولایتونو کې ۱۷۸۳ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په مرکز او ولایتي آمریتونو یې، د شوال د مياشتې په ۳۰ او د ذوالقعدې د میاشتې په ۲ نېټو د پنجشنبې او شنبې په ورځو یو زرو ۷۸۳ تنو ته د هېواد په څلورو ولایتونو کې، حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.
په دغو برنامو کې چې د مرکز په شمول په پکتیکا، فراه او بادغیس ولایتونو کې جوړې شوې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو د تربیې، د هېوادوالو حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی وړاندې شو.
د عدلیې وزارت د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چی خلک د خپلو حقوقو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.