په سرپل ولایت کې د څه باندې یو زرو ۲۰۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت او تشخیص

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شوال د میاشتې په ۲۸ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د غصب شويو ساحو د بررسۍ او تثبیت په موخه د ياد ولایت سید آباد ولسوالۍ ته سفر وکړ.
د دغه سفر په تر څ کې تخنیکي هیئت د یادې ولسوالۍ، چهل ګزه زکه ساحه کې د مهاجرينو د کمپ څه باندې ۱۲۴۷ جریبه امارتي ځمکه تثبیت کړه او دوسیه به یې د لازمې پرېکړې په موخه مرکزي کمېسیون ته واستوي.