په بلخ ولایت کې د ۱۶۰۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال د میاشتې په ۲۶ نېټې د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
د هيئت په دې ناسته کې، د مزار شریف ښار په اتمه ناحیه کې د امير علي شير نوائي استوګنیزې پروژې د ۱ زره او ۲۰۰ جریبه ځمکې راپور وړاندې شو او د تایید وړ وګرځید او پرېکړه وشوه چې دوسیې یې مرکزي کمیسون ته واستول شي.
همداراز په دغې ناسته کې د بلخ ولسوالۍ د بوکې په ساحه کې تر دعوا لاندې د ۴۰۰ جریبه ځمکې راپور وړاندې شو او پرېکړه وشوه چې د يادې ځمکې دوسیه دې بشپړه او راتلونکې ناسته کې دې وړاندې شي.