په کندز ولایت کې د ۱۰۰ جریبه امارتي ځمکې استرداد
د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د شوال د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون سره جوړه شوه او په ترڅ کې یې یاد هیئت ۱۰۰ جریبه امارتي ځمکه استرداد کړه.
دغه استرداد شوې ځمکه د مرکز په عسقلان ساحه کې موقعیت لري چې څه موده وړاندي د هیئت لخوا امارتي تثبیت شوې وه.
همدارنګه په دغې ناسته کې د قلعه ذال ولسوالۍ د ۱۰ جریبه ځمکې او د کندز د مرکز په خواجه پسته ساحه کې د ۳۵ جریبه ځمکې دوسیو ترڅنګ، د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او پرېکړه وشوه چې د یادو دوسیو په اړه دې نورې څېړنې هم ترسره شي.
