د عدلیي وزارت د تقنيني ستاژ د اوومې دورې درسونه پیل شول

hakeem_admin
Sat, Apr 20 2024 12:05 PM
.

د عدلیې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست له لوري د یاد وزارت په مقر کې د تقنيني ستاژ د اوومې دورې درسونه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شول.

په دغو مراسمو کې چې د شوال د مياشتې په ۱۱ مه نېټه د شنبې په ورځ ترسره شوو، د عدلیې وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر، د قانون جوړونۍ د چارو عمومي رئیس مفتي فضل هادی صاحب‌زاده، د ستاژ د اوومې دورې ښوونکو او لسګونو ستاژرانو حضور درلود.

د عدلیې وزارت مسلکي معین په دغو مراسمو کې د ازموينې پر ګډونوالو، خلکو ته د خدمت په لاره کې له پوهې څخه د ګټې اخیستنې او د عدالت په پلي کېدو ټینګار وکړ. هغه زياته کړه چې د دغو زده کړو څخه موخه او نیت، پیسې او مقام نه بلکې ولس ته خدمت او د دنیوي او اخروي مسؤولیت ترسره کول و اوسي.

په دغو مراسموکې کې د عدلیې وزارت د قانون جوړونې عمومي رئيس ستاژارنو ته د خبرو پر مهال وويل چې اسلامي امارت کلک هوډ لري چې د قوانينو په برخه کې انقلاب رامنځته کړي او دغې موخې ته د رسېدو لپاره باید د قوانينو تدقیق، تسويد او تخریج زده کړل شي. هغه زیاته کړه  چې د دغې برنامې په ترڅ کې به د اسلام او شریعت په رڼا کې د قانون جوړونې او تقنین په برخه کې، مسلکي او وړ کسان وروزل شي.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت هر کال د تقنیني ستاژ برنامه جوړوي او په دې برنامه کې د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو او د دیني مدرسو یو شمېر فارغان د آزادې سیالۍ له لارې او یو شمېر نور چې د وزارتونو او امارتي ادارو له خوا دې برنامې ته ورپېژندل کېږې، جذبوي.

 

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS