په کنړ ولایت کې د څه باندې ۱۸ جریبه غصب شوې امارتي ځمکې تثبیت او تشخیص

د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېته د سه شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او تر بررسۍ لاندې ونیول شوې.
همدارنګه له تخنیکي هیئت څخه یو ټیم د کرنيزې ځمکې او د کادستري ټوټو د بررسۍ په موخه د یاد ولایت څوکۍ ولسوالۍ ته سفر وکړ.
په دغه سفر کې تخنيکي هيئت ۱۸،۳۵۳ جریبه غصبي امارتي ځمکه تثبیت کړه او د غاصبیونو شهرت یې هم مشخص کړل.