په جوزجان ولایت کې څه باندې ۱۲ جریبه ځمکه بررسي شوه
د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د روژې د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
د هيئت په دې ناسته کې د جوزجان ولایت په قوش تپه ولسوالۍ کې ۱۲،۸۵ جریبه ځمکه بررسي شوه او په اړه یې لازم تصمیم ونیول شو.
دغه راز په دې ناسته کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.