سرپل او بلخ ولایتونو ترمنځ له مرزي ساحې څخه د سرپل ولایت د تخنیکي هیئت کتنه
د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنيکي هيئت په همغږۍ د دغو دوو ولایتونو ترمنځ د پولې د تشخیص او تثبیت په موخه د سرپل ولایت ګوسفندي ولسوالۍ ته سفر وکړ.
په دغه سفر کې چې د روژې د مياشتې په ۱۵ مه نېټه د دوشنبې په ورځ ترسره شوو تخنیکي هیئت د یاد ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ له نورزک ساحې څخه ليدنه او اجراآت یې ترسره کړل.
همدارنګه د یو بل سفر په ترڅ کې، یاد هيئت د دغه ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ په کاریز ساحه کې ۴۳ زره او ۵۰۰ جریبه ځمکه بررسي کړه چې سندونه یې د لازمو اجراتو په موخه مرکزي کمېسیون ته واستول شوو.