د کابل ښار په بګرامۍ ولسوالۍ کې د نعیم کوچي د زوی او نورو غاصبانو تر غصب لاندې کابو ۱۱۴۵ جریبه غصب شوې ځمکه استرداد شوه

hakeem_admin
Tue, Mar 12 2024 2:18 PM
.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مسئولیت دا دی چې له غاصبینو زور واکو او غیر شرعي ذوالید څخه د بیت المال او امارتي ځمکې را وګرځوي چې دا کار د افغانستان په ټولو ولایاتو کې په چټکۍ روان دی تر دې وخته لله الحمد تقربیاً دوه میلیونه جریبه ځمکه د افغانستان په مختلفو ولایاتو کې استرداد شوېده دا چې دا د کمېسیون مسئولیت ده د خپل مسئولیت پر بناء خپل کارونه پرمخ وړي فقط. نه د چا سره شخصي خصومت لري او نه هم کوم بل هدف تعقیبوي، مسئولیت یې یواځې د امارتي(حکومتي) عامه مرعی او قفي غصب شویو ځمکو استرداد او د دغه ځمکو له غصب څخه مخنیوی دی. دغه کمېسیون په څنګ کې څلور اختصاصي محکمې او په هر ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي هیئتونه لري. چې ټول دغو موخو ته د رسېدلو لپاره کار کوي.

د همدې مسئولیت پر بناء د کابل ولایت د (۲۲) ناحیې اړوند د علاءالدین خیلو د کلي موضوع د امارت د قضایاوو  د عمومي ریاست له طریقه د ۱۴۴۴/۱۲/۳ نېټې (۳۲۸۱) ګڼه لیک په اساس د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد اختصاصي محکمې ته استول شوې وه، یادې محکمې د یادې موضوع په اړه ۱۴۴۵/۶/۱۱ هـ.ق نېټې (۱۵/۲) ګڼه فیصله صادره کړې او د ۱۴۴۵/۶/۱۳ نېټې (۱۷۵) ګڼه لیک په اساس یې دې ادارې ته رالېږلې ده، لکه څرنګه چې یاده فیصله ولوستل شوه نوموړې محکمې (۵۵۵) جریبه ځمکه چې د ۱۳۲۱/۱۲/۲۶ نېټې (۷۴۹۳/۹۴۶)  ګڼه قبالې درلودونکې ده د اشخاصو په نفع حکم صادر کړی او متباقي ځمکه یې امارتي بللې او د استرداد حکم یې صادر کړی دی.

دغه فیصله د ۱۴۴۵/۶/۲۳ هـ.ق نېټې د (۳۹۶۰ پر ۲۶۸۸) ګڼې لیک په ذریعه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ محترم وزارت ته راجع شوه او هغه محترم وزارت د فیصلې د تطبیق لپاره د مظلوم صاحب په مشری هیئت توظیف کړ. دغه توظیف شوي هیئت د علاءالدین خیلو د کلي لپاره (۵۵۵) جریبه ځمکه چې د اختصاصي محکمې د فیصلې په اساس شخصي ملکیت بلل شوی وه، تفکیک او هغه یې بیله او خط اندازي کړه.

د دغه خط اندازۍ په اساس د لوګر ولایت اوسیدونکی حاجي حیدر جان د حاجي نعیم کوچي د زوی قلعه له خط څخه بهر په امارتي ملکیت کې واقع شوې وه که څه هم د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون حاجي حیدر جان ته وخت ورکړ څو د فیصلې مطابق امارتي املاک تخلیه او خپله ذمه فارغه کړی ولې هغه اصولو ته غاړه نه ایښودله او د محکمې له حکم څخه یې تمرد کاوه، بناءً نوموړی د عالي قدر امرالمؤمنین حفظه الله تعالي  د ۱۴۴۴/۱۱/۷ هـ.ق نېټې د (۳۹۳۲) ګڼې حکم د دوه یمې مادې د (۲) فقرې د حکم په اساس  توقیف او د اختصاصي محکمې د فیصلې مطابق امارتي ملکیت مقلوعاً د نوموړي او نورو غاصبانو له تصرف څخه تخلیه کړل شو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS