د کسبګرو اتحادیې د موضوع د حل په منظور په عدلیې وزارت کې ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Tue, Mar 12 2024 2:14 PM
.

د کسبګرو اتحادیې د موضوع د حل په منظور د عدلیې وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر او د صنعت او سوداګری وزارت د صنعت او سوداګری چارو معین مولوي قدرت الله جمال په ګډون د عدلیې وزارت په مقر کې ناسته جوړه شوه.

په دې ناسته کې چې د روژې د میاشتې په ۲ نېټه د سه شنبې په ورځ جوړه شوه د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري، د کسبګرو د اتحادیې رئیس او د انسجام عمومي ریاست نورو مسؤولینو هم په کې حضور درلود.

په دې ناسته کې د کسبګرو اتحادیې د ستونوزو او موضوعاتو په اړه بحث او د نظر تبادله ترسره شوه او د عدلیې وزارت مسلکي معین ټینګار وکړ چې دا موضوع دې د خبرو اترو له لارې حل او فصل شي.

په یاده ناسته کې پریکړه وشوه چې د یادو ستونزو د حل په منظور د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د مسؤولینو، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د یادې اتحادیې د استازو  په ترکیب یوه کمېټه جوړه شي او د موضوعاتو په حل دې کار وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS