په کابل ښار کې د سرغړونې له امله يوه دارالوکاله وتړل شوه
د عدلیې وزارت د مدافع وکيلانورياست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په دوه یمه ناحيه کې له دارالوکالو څخه د نظارت او بررسي په پایله کې یوه دارالوکاله د مدافع وکیلانو د کړنلارې د سرغړونې په دلیل وتړله.
دغه نظارت او بررسي د شعبان د میاشتې په ۲۸ نېټه د دوشنبې په ورځ ترسره شوه او په ترڅ کې یې ۲۱ دارالوکالې نظارت او بررسي شوې چې له دې جملې څخه د ۱۹ دارالوکالو فعالیت د اړوندې کړنلارې مطابق وو او یوې دارالوکالي ته چي د هغي د فعالیت ناحیه د جوازلیک مطابق نه وه، لازمې توصیې وشوې.
د عدلیې وزارت د مدافع وکيلانو رياست، په دوامداره توګه د دارالوکالو له فعاليتونو څخه نظارت کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.
