دایکندي کې څه باندې ۱۸ زره جریبه امارتي ځمکه تثبيت شوه

د دایکندي ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنيکي هئيت په یاد ولایت کې ۱۸ زره او ۱۷۱ جريبه امارتي ځمکه تثبیت کړه.
د یاد هئيت په ناسته کې چې د شعبان د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د یکشنبې په ورځ جوړه شوه د څلور ټوکو دوسیو په بررسۍ سره ۱۸ زره او ۱۷۱ جریبه امارتي ځمکه د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې تثبیت او تشخیص شوې.