د یوې اتحادیې د جوړولو په پار د خيريه بنسټونو او عدلیې وزارت ترمنځ مشورتي ناسته جوړیدل

hayat_admin
Sat, Mar 02 2024 3:56 PM
.

د عدلیې وزارت د خيريه بنسټونو ترمنځ د یوې اتحادیې د جوړلو په موخه د یاد وزارت په مقرکې مشورتي ناسته جوړه کړه.

په دې مشورتې غونډه کې چې د شعبان د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ جوړه شوه د عدلیې وزارت مالي او اداري معين مولوي عبدالغني فايق، د انسجام لوی رئيس مولوي حافظ عبدالصمد عمري او په دې وزارت کې د ثبت شویو لسګونو خيريه بنسټونو رئیسانو او استازو ګډون کړی وو.

د عدلیې وزارت مالي او اداري معين په دې ناسته کې په خپلو خبرو کې وویل چې، د افغانستان ولس ته په تېرو څلوېښت کلنو کې زیات زيانونه رسیدلي دي او ټینګار یې وکړ چې خيريه بنسټونه دې د دغو خلکو لپاره د کمک په برخه کې فعاليت وکړي.

دغه راز نوموړي د خيریه مرستو د انسجام په موخه د يوې اتحادیې رامنځته کول مهم وباله او د بنسټونو له مسؤولینو څخه یې وغوښتل چې  په دې برخه کې کار وکړي.

دغه راز د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رئيس، په یاده ناسته کې په خپلو خبرو کې وويل، خیریه بنسټونه دې بنسټیزو کارونو ته ډېره پاملرنه وکړي تر څو د هېواد د پرمختګ لامل شي.

په ورته مهال د خيريه بنسټونو استازو او رئيسانو د خيريه بنسټونو په اړه د جوړې شوې کړنلارې، د اتحادیې رامنځته کولو او د غیر قانوني بنسټونو د فعاليت د مخنیوي په اړه خبرې وکړې او خپل نظریات یې بیان کړل.

د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې، د اتحادیې جوړولو په موخه دې یوه کمېټه کار وکړي او پایلې یې له وزارت سره شريکې شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS