په کنړ ولایت کې نږدې ۱۳ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه
د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د یاد ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د یوې کادستري ټوټې په بررسۍ سره، ۱۲.۸۳ جریبه امارتي ځمکه تثبیت او تشخیص کړه.
له تخنیکي هیئت څخه یو ټیم د شعبان د میاشتې په ۱۵ نېټه د دوشنبې په ورځ د څوکۍ ولسوالۍ کلماني ساحې ته ولاړ او ۱۱۹۹ کادستري ټوټه یې چې په دې ساحه کې موقعیت لري، بررسي کړه. یاده کادستري ټوټه امارتي ده او ۱۲.۸۳ جریبه ځمکه په کې شامله ده چې موظف ټیم د هغې مشخصات واخیستل او غاصبین یې هم تثبیت کړل.
له بلې خوا د تخنیکي هیئت بل ټیم د کنړ په کرنې ریاست کې د ناستې په جوړولو سره د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر عریضې او دوسیې بررسي کړې او په دې هکله یې لازم تصامیم ونیول.