د کاپیسا د یو ښوونځي کې زده کوونکو لپاره د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړول

د کاپیسا ولایت د عدلیې ریاست د یاد ولایت په مرکز کې د یو خصوصي ښوونځي ۶۰ تنو زده کوونکو لپاره حقوقي پوهاوی وړاندې کړ.
په دې برنامه کې چې د شعبان د میاشتې په ۹ نېټه د سه شنبې په ورځ جوړه شوه، د عدلیې ریاست د حقوقي مرستو آمریت مسؤولینو د یاد مرکز زده کوونکو او ښوونکو ته د ژوند د حق، د آزادۍ د حق، د زده کړې د حق او نورو موضوعاتو په اړه پوهاوي ورکړ.
د یاد مرکز مسؤولینو او زده کوونکو د یادې برنامې په هرکلي سره په راتلونکي کې هم د داغه راز برنامو جوړیدو غوښتنه وکړه.