په عدلیې وزارت کې د دفاع وکالت د ستاژ لومړي سمستر وروستۍ ازموینه اخیستل
![.](/sites/default/files/2024-02/awl_4.jpg)
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د ستاژ دوه یم دور د لومړي سمستر وروستۍ ازموینه د یاد وزارت په مقر کې واخیسته.
په دې ازموینه کې چې د شعبان د میاشتې په ۹ نېټه د سه شنبې په ورځ واخیستل شوه، د قانون جوړونې عمومي ریاست د قوانینو د مطالعې، تشریح او زده کړو دیپارتمنت رئیس محمد ادریس برمک، د ستاژ د دغې دورې ښوونکو او د عدلیې وزارت نورو مسؤولینو حضور درلود او د ازموینې له بهیر څخه یې څارنه وکړه.
د دفاع وکالت ستاژ هر کال د دفاع وکالت د جواز متقاضیانو لپاره چې ورودي ازموینه یې په بریالیتوب سره تېره کړې وي او د ستاژ د زده کړو په شرایطو برابر وي، په دوه سمسترو کې د ۹ میاشتو په موده کې ترسره کیږي. د یاد ستاژ په دغه دور کې ۱۷۴ تنه ستاژران شامل دي او په بریالیتوب د دورې پای ته رسولو سره به د دفاع وکالت جواز ترلاسه کړي.