په لغمان ولایت کې څه باندې ۷۷ جریبه امارتي ځمکه استرداد شوه

hayat_admin
Mon, Feb 19 2024 2:51 PM
.

د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د یاد ولایت په مرکز کې څه باندې ۷۷ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه او استرداد یې کړه.

یاد هیئت په هغې ناسته کې چې د شعبان د میاشتې په ۷ نېټه د یکشنبې په ورځ جوړه شوه د یاد ولایت د مرکز  د بصرام، حکیم آباد، چنچار پله او طوری کلا ساحو کې د امارتي ځمکو له متصرفینو سره خبرې وکړې او د سندونو له مخې یې هغوی ته قناعت ورکړ چې د هغو تر تصرف لاندې ځمکه امارتي ده.

هیئت یادې شوې ځمکې چې څه باندې ۷۷ جریبه کیږي، استرداد کړې او د متصرفینو د وړاندیز په اساس یې پریکړه وکړه چې ځمکې هغوی ته په اجاره ورکړل شي.

په دې ناسته کې د یاد ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او هیئت په دې هکله لازم تصمیم ونیو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS