د میدان وردک ولایت د عدلیې ریاست د اداري ناستې جوړیدل

hayat_admin
Wed, Feb 07 2024 1:53 PM
.

د میدان وردک ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د رجب المرجب د میاشتې په ۲۴ نېټه د دوشنبې په ورځ د عدلیې رئیس مولوي مطیع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارمندانو په ګډون جوړه شوه.

په یاده ناسته کې د عدلیې رئیس د قانون او کړنلارې مطابق د چارو ترسره کولو، په ایماندارۍ او اخلاص د مسؤولیتونو سرته رسولو، له اوامرو څخه د اطاعت، حاضرۍ ته د پابندۍ، په کارونو کې مشورې، همکارۍ او هغمږۍ، د کاري ستونزو د لري کولو او بیت المال ته د پاملرنې په اړه خبرې وکړې او په دې هکله یې لازمې لارښوونې وکړې.

په دې ناسته کې د عدلیې ریاست د بېلابېلو برخو آمرینو او کارمندانو هم خبرې وکړې او خپل کاري راپورونه، لاسته راوړنې او ستونزې د عدلیې له رئیس سره شریکې کړې چې ستونزو ته د رسیدګۍ په برخه کې حل لارې وړاندې شوې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS