په سرپل کې د وسایطو پلورونکو وساطت کوونکو ته د جواز د ویش بهیر پیل
![.](/sites/default/files/2024-02/srpl_0.jpg)
په سرپل ولایت کې د لیږدونکو وسایطو لکه د موټرسایکل او ریکشا د معاملاتو وساطت کوونکو لپاره د جواز د ویش بهیر د رجب المرجب د میاشتې په ۲۴ نېټه د دوشنبې په ورځ د یوې ناستې په ترڅ کې پیل شو.
په یاده ناسته کې چې د سرپل د عدلیې رئیس مفتي کمال الدین فاضل په مشرۍ او د یادو وساطت کوونکو په ګډون سره جوړه شوه، د قانون مطابق په کار او فعالیت ټینګار وشو.
د عدلیې رئیس وویل چې اسلامي امارت د قانون په چوکاټ کې هېوادوالو لپاره د دندو رامنځته کولو په برخه کې کار کوي او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت هم د مالي بنسټ د پیاوړتیا په موخه د هېوادوالو هڅو او ملاتړ ته اړتیا لري.
ګډونوالو په دې ناسته کې د عدلیې له رئیس څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې خپله دنده به د قانون په چوکاټ کې د عدليې ریاست څارنې لاندې پر مخ یوسي او د عدلیې رئیس هم ډاډ ورکړ چې د معاملاتو لارښوونې د جواز متقاضیانو لپاره لازیاتې آسانتیاوې برابرې کړي.