۱۳ تنو مدافع وکیلانو ته د فعالیت جواز وویشل شو

hayat_admin
Wed, Jan 24 2024 2:46 PM
.

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست د رجب المرجب د میاشتې په ۱۲ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دفاع وکالت د جواز ۱۳ تنو غوښتونکو ته د فعالیت جوازونه وویشل.

په دغو مراسمو کې د مدافع وکیلانو رئیس مولوي سیدحبیب الحبیب او د یاد ریاست نورو مسؤولینو حضور درلود او د دفاع وکالت د جواز ۱۳ تنو غوښتونکو چې ازموینه او د دغې پروسې نور پړاوونه یې په بریالیتوب سره تېر کړي وو خپل جوازونه ترلاسه کړل.

په دغو مراسمو کې د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس د دفاع وکالت یوه مهمه دنده وبلله او یادو مدافع وکیلانو ته یې د مبارکۍ ترڅنګ، د خپلو موکلینو د حقوقو د دفاع په برخه کې يې هغوی لپاره د بریالیتوب هیله وکړه.

د فعالیت جواز د ویشلو بهیر هغو مدافع وکیلانو ته چې ازموینه او نور پړاوونه یې تېر کړي په دوامداره توګه د عدلیې په وزارت کې دوام لري.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS