په تېرې یوې میاشت کې د څه باندې ۱۴۳ زره جریبه امارتي ځمکې استرداد

hayat_admin
Sun, Jan 21 2024 9:40 AM

د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې په اوږدو کې د هېواد په ۷ ولایتونو کې کابو ۱۴۳ زره او ۴۲۷.۳۵ جریبه امارتي ځمکه له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته، استرداد کړه او هغه یې اړوندو ادارو ته تسلیم کړه.

دغه راز د ځمکو د غصب د مخنیوی تخنیکي هیئتونو د یادې میاشتې په اوږدو کې څه دپاسه ۳۵۷ زره او ۶۶۰ جریبه امارتي ځمکه د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې تثبیت کړې او کابو ۵۴۰ زره او ۶۲۸ جریبه نوره ځمکه هم په ولایتونو کې تر بررسۍ لاندې نیولې ده.

د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې تر ټولو زیاتې استرداد شوې ځمکې په کندز او سرپل ولایتونو کې موقعیت لري چې ۱۳۵ زره جریبه ځمکه په کې شامله ده.

د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د غصب شویو زرګونو جریبو امارتي ځمکو دوسیې، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې د یاد کمېسیون د تخنیکي هیئتونو تر بررسۍ لاندې دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS