په کندز ولایت کې د ۶۹ جریبه امارتي ځمکې تثبیت

hayat_admin
Mon, Jan 08 2024 11:45 AM
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الثاني د میاشتې په ۲۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په یاده ناسته کې د علي آباد ولسوالۍ د مغدود خیل ساحې د ۱۲ جریبه ځمکې، د قرغان تپې ساحې د ۴۰ جریبه ځمکې، د امام صاحب ولسوالۍ د باسوس ساحې د ۵۷ جریبه ځمکې دوسیې او په دغه ولایت کې څړځای لپاره د یوې ساحې د تعیین موضوع، بررسي شوه.

تخنیکي هیئت د مغدود خیل ساحې د ۱۲ جریبه ځمکې او د باسوس ساحې د ۵۷ جریبه ځمکې بررسۍ لپاره چې د سندونو له مخې امارتي دي، پلاوی توظیف کړ او د قرغان تپې ساحې د ۴۰ جریبه ځمکې په برخه کې لازمې لارښوونې صادر کړې.

دغه راز د کندز په کچه د  یو څړځای لپاره د ساحې د تعیین په برخه کې پریکړه وشوه چې په دې هکله د یاد ولایت له والي سره مشوره وشي او یوه ساحه مشخصه شي. په یاده ناسته کې د خلکو یو شمېر عریضې هم د هیئت له‌خوا بررسي شوې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS