په عدلیې وزارت کې د دفاع وکالت د ستاژ برنامې لومړۍ دورې څخه د ۱۲۰ تنو فراغت

hakeem_admin
Sun, Jan 07 2024 3:01 PM
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت، د دفاع وکالت د ستاژ لومړۍ دوره په شرایط برابرو د وکالت جواز اخیستونکو لپاره  په بریالتوب سره پای ته ورسوله او له دې دورې څخه ۱۲۰ تنه فارغ شوو. یاد وزارت د یادو ستاژرانو د فراغت مراسم د جمادي الثاني د میاشتې په ۲۴ نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره کړل.

په دغو مراسمو کې چې د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوو، د عدلیې وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر، د قانون جوړونۍ لوی رئیس مفتي فضل هادي صاحب‌زاده، د مدافع وکیلانو رئیس مولوي سید حبیب الحبیب، نور مرکزي رئیسان، ستاژران او د عدلیې وزارت یو شمېر کارمندانو ګډون درلود.

په دغو مراسمو کې شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر ستاژرانو ته د فراغت د مبارکۍ ویلو ترڅنګ له هغوی څخه وغوښتل چې د سند او جواز له اخیستو وروسته خلکو او ټولنې ته د خدمت په موخه کار وکړي او په دې لاره کې له خپلې پوهې کار واخلي او د هغوی موخه پیسې او مادیات و نه اوسي.

نوموړي څرګنده کړه چې د بېلابېلو ازموینو تېرولو او په هغو کې بریالیتوب ته په کتو سره ستاژران،  په هر ډول حقوقي موضوع کې د خپلو موکلینو د دفاع وړتیا او استعداد لري.

دغه راز نوموړي د اسلامي شریعت بشپړتیا ته اشاره وکړه او ویې ویل چې شریعت د عصري مسایلو په شمول هرې مسالې ته ځواب لري او د امیرالمومنین حفظه الله د فرمان په اساس، ټول قوانین چې د عدلیې وزارت یې چمتو او له پړاوونو تېروي له فقهي او شرعي سرچینو څخه تخریج کیږي.

په دغو مراسمو کې د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو او د علمي - حقوقي څیړنو د انستېتوت لوی رئیس مفتي فضل هادي صاحب‌زاده د حقوقي قضیو د زیاتېدو او مدافع وکیل ته د اړتیا په اړه خبرې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې عادي وګړي نه شي کولای له خپلو حقوقو څخه په محکمو کې په هغه ډول چې لازمه ده دفاع وکړي او دا د مسلکي او ژمن مدافع وکیل دنده ده چې له هغوی څخه دفاع وکړي.

له‌بلې خوا، په دغو مراسمو کې د مدافع وکیلانو رئیس مولوي سید حبیب الحبیب وویل چې عدلیې وزارت ته د مدافع وکیلانو د ریاست په الحاق سره، د مدافع وکیلانو هم مسلکي پوه او هم یې حیثیت او موقف پیاوړي شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې د مدافع وکیلانو ستونزو ته د رسیدګۍ لپاره د عدلیې وزیر شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ یو عالي کمېسیون هم رامنځته شوی دی، دغه راز په ټولو ولایتونو کې د مدافع وکیلان ستونزې اوریدل شوي او د هغو د حل په برخه کې لازم اقدامات ترسره شوي دي.

په دغو مراسمو کې د قانون جوړونې د عمومي ریاست مرستیال مولوي رکن الدین، د قوانینو د مطالعې او تشریح دیپارتمنت رئیس محمد ادریس برمک او نورو مسؤولینو هم وینا وکړه.

دغه راز د یادې دورې د ټولو ستاژرانو په استازیتوب له ستاژرانو څخه یو تن، عبدالرحمن مولوي زاده وینا وکړه او ویې ویل چې په دې دوره کې له حقوقو څخه د دفاع او د وکالت کولو په برخه کې لازمي پوهه او مهارتونه زده کړي او په بشپړ صداقت او ایماندارۍ د هغو عملي کولو ته ژمن دي.

د برنامې په پای کې د عدلیې وزارت د مسلکي معین او د مرکزي رئیسانو په واسطې د یادې دورې فارغانو ته د دفاع وکالت جوازلیکونه او د ستاژرانو د فراغت سندونه وویشل شوو.

د یادونې وړ ده چې د دفاع وکالت د ستاژ په لومړۍ دوره کې دوه سمستره شامل وو چې ۹ میاشتې مخکې د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو د عمومي ریاست او د مدافع وکیلانو د ریاست له‌خوا پیل شوه او ۱۶۴ تنو په کې ګډون کړی وو. له دې جملې څخه ۱۲۰ تنه ستاژران د بېلابېلو ازموینو په تېرولو د دې دورې پر بشپړولو باندې بریالي شوي. د دفاع وکالت د ستاژ دوه یمه دوره د ۱۷۲ تنو په ګډون پیل شوې چې اوس مهال دوام لري.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS