د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئیس او د پلچرخي محبس رئیس د همکاریو د پیاړوتیا په اړه خبرې وکړې

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئیس مولوي رحمت الله حقاني د جمادي الثاني د میاشتې په ۲۳ نېټه د شنبې په ورځ د پلچرخي عمومي محبس له رئیس مولوي عبدالله همدرد سره وکتل او خبرې ورسره وکړې.
په دې کتنه کې د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئیس د محبس د مسؤولینو له همکارۍ څخه قدرداني وکړه او له نوموړي سره یې د حقوقي مساعدینو د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې. نوموړي وویل چې د حقوقي مرستو خدمات د یاد ریاست په واسطې په وړیا ډول وړاندې کیږي او د حقوقي مساعدتونو ریاست په دې برخه کې ترلاسه شوو شکایتونو ته رسیدګي کوي.
دغه راز نوموړي د محبوسینو د کورنیو یو شمېر شکایتونو د پلچرخي محبس له رئیس سره شریک کړل او په دغه محبس کې محبوسینو لپاره د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې په ترسره کولو کې له نوموړي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د پلچرخي د عمومي محبس رئیس په دې کتنه کې د پورتنیو مواردو په تړاو د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه او دواړو لور د لازیاتي همغږۍ په اړه هم ټینګار وکړ.