په پکتیکا ولایت کې د مدافع وکیلانو ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Thu, Jan 04 2024 12:27 PM
.

د پکتیکا ولایت، عدلیې ریاست د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۹ نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت د مدافع وکیلانو ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه یوه ناسته جوړه کړه. دغه ناسته دعدلیې رئیس مولوي حیات الله آمین په مشرۍ او د یاد ولایت د مدافع وکیلانو او دعدلیې ریاست د اړوندو کارمندانو په ګډون جوړه شوه.

د عدلیې رئیس  په یاده ناسته کې وویل چې مستحق ته د حق ورکول، د عدالت ترټولو جامع تعریف دی او زیاته یې کړه چې عدالت ایجاب کوي چې عادي وګړي په جزايي او د عامه حقوقو په قضیو کې مدافع وکیل ولري.

نوموړي د دفاع وکالت سپیڅلی مسلک وباله او ټینګار یې وکړ چې دغه دنده باید په بشپړ ایماندارۍ او صداقت سره ترسره شي.

له بلې‌خوا په یاده ناسته کې مدافع وکیلانو خپلې کاري ستونزې بیان کړې او د عدلیې رئیس ژمنه وکړه چې دغه ستونزې به له ذیصلاح ارګانونو سره شریکي کړې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS