په کندز ولایت کې څه باندې د ۷۶ زره جریبه امارتي ځمکې استرداد

hayat_admin
Mon, Jan 01 2024 2:48 PM
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د ځینو ساحو د امارتي والي او د هغو متصرفینو ته د اجارې ورکړې په برخه کې د مرکزي کمېسیون د ترلاسه شوو پریکړه په اړه په کې بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.

په یاده ناسته کې، تخنیکي هیئت ۷۶ زره او ۳۲۷ جریبه امارتي ځمکه د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ځمکو  د غصب د مخنیوي کمېسیون د پریکړې په اساس استرداد کړه او د یاد هیئت سکرتریت ته یې لارښوونه وکړه ترڅو د هغو دوسیې د تطبیق په موخه اړوندو مراجعو ته تکثیر کړي.

دغه هیئت د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ هم د پورتنیو دوسیو د تطبیق په اړه د یاد ولایت له مقام او هغو اشخاصو سره چې پر هغو باندې حکم تطبیق کېږي، د یاد ولایت د مقام د غونډو په تالار کې یوه ناسته جوړه کړې وه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS